دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۳۶
د مطلب کود : 297725
په کندهار کې د ۱۰۶ زره ډالرو په ارزښت د اوبو لګولو یو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په کندهار ولایت کې د ملګرو ملتونو له خوا د ۱۰۶ زره ډالرو په ارزښت د اوبو لګولو د یوه کانال د کار د بشپړېدو او کار پیل اعلان کړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مطبوعاتي دفتر د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د اوبو لګولو د یوه کانال د کار د بشپړیدو او ګټې اخیستنې خبر ورکړ.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دغه دوه نيم کيلومتره اوږد کانال له ميوند پسرلي څخه سرته رسېږي او د اوبو د مديريت ترڅنګ سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه هم خړوبوي.
په دغه راپور کې ویل شوي، چې ملګرو ملتونو د دغه کانال پر جوړولو ۱۰۶ زره ډالره لګولي دي.
همدارنګه د کرنې وزارت د کرنې او اوبولګولو وزیر مولوي چانسلر عثماني هیله څرګنده کړه چې دغه کانال به د اسلامي امارت او همکارو بنسټونو په مرسته د کانالونو په جوړولو سره د میوند ولسوالۍ د ځمکو حاصلات زیات کړي.
https://avapress.net/vdchiqnim23nwqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته