دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۶:۰۸
د مطلب کود : 297683
د سوداګرۍ او پانګونې خونې له انګلستان څخه په افغانستان کې د سړو خونو د جوړولو غوښتنه وکړه
د هېواد د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال په افغانستان کې د بریتانیا د سفارت له مشر سره په کتنه کې له دغه هېواده وغوښتل چې په هېواد کې د تازه تولیداتو لپاره د سړو خونو په جوړولو کې همکاري وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغې خونې لومړي مرستیال یونس مهمند په افغانستان کې د بریتانیا د سفارت له مشر رابرټ ډیکسن سره وکتل. 

په دې غونډه کې یونس مهمند ټینګار وکړ چې افغانستان امن دی او د فساد کچه راټیټه شوې ده.

نوموړي له نړيوالې ټولنې غوښتنه وکړه، چې د کوکنارو د کر پر ځاى له کروندګرو سره مرسته وکړي.

هغه زیاته کړه، پاکستان تر ډېره له افغانستان سره خپلې سوداګریزې پولې تړلي، چې د تازه محصولاتو او خوراکي توکو د خرابېدو لامل کېږي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال زیاته کړه، چې د دې لپاره په ټول هېواد کې د کافي سړو خونو جوړولو ته اړتیا ده او په دې برخه کې د انګلستان او نورو هېوادونو همکارۍ ته اړتیا ده.

په دې کتنه کې رابرټ ډیکسن د نړیوالې ټولنې د یوه غړي په توګه د افغانستان له خصوصي سکتور سره د بریتانیا پر ملاتړ ټینګار وکړ.
https://avapress.net/vdcaa0nue49noi1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته