دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۶:۰۷
د مطلب کود : 297682
د ډالر پر وړاندې د افغانیو ارزښت د تېر کال په پرتله ۱۴ سلنه لوړ شوی دی
د رئیس الوزرا اقتصادي چارو مرستیال اعلان کړی، چې په تېر کال کې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو بیه ۱۴ سلنه لوړه شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت د اقتصادی چارو وزارت لخوا نن (دوشنبه، د میزان ۹مه) په خپاره شوی راپور کې، د مرکزی بانک لخوا د معقول پولی سیاستونو تطبیق، د بهرنیو اسعارو د قاچاق مخنیوی، د صادراتو وده، په دولتي کچه د غیر ضروري لګښتونو کموالی، د شفافیت رامنځته کول، په هېواد کې د ملي او سیمه ییزو پروژو پیل او د نړۍ له هېوادونو سره د سوداګرۍ پراختیا د دې زیاتوالي اصلي عوامل دي. 
دا په داسې حال کې ده چې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د بیې له راټیټیدو سره هم د اومو موادو په بیو کې بدلون نه دی راغلی.
https://avapress.net/vdcjoae88uqehmz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته