دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۴۱
د مطلب کود : 297679
په کابل کې د ملي موزیم تر څنګ د سړک د بیارغونې چارې پیل شوې
د کابل ښاروالۍ اعلان کړی، چې د پلازمېنې په شپږمه ناحیه کې د ملي موزیم تر څنګ د سړک د بیارغونې چارې پیل شوې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کابل ښاروالۍ مطبوعاتي دفتر په ایکس پاڼه کې لیکلې چې د دغه ریاست د سړکونو د ترمیم مشر ویلي چې ملي موزیم ته څېرمه د سړک تخریب شوې برخې به ورغول شي.

د کابل ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، دغه سړک څه باندې ٩٠٠ متره اوږدوالى او له ٩ تر ١٢ مترو پلنوالى لري او په دې کار کې د سړک دواړو غاړو ته د سړکونو ترميم او بيارغونه شامل دي.

تر دې مخکې هم د کابل ښاروالۍ د پلازمېنې یو شمېر سړکونه رغولي دي.
https://avapress.net/vdcfeed01w6d1va.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته