دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۳۱
د مطلب کود : 297664
په غزه کې د شهیدانو شمیر ۴۱ زره ۵۹۵ تنو ته لوړ شو
د فلسطین د روغتیا وزارت په غزې تړانګې کښې د صهیونیسټ رژیم په حملو کښې د شهیدانو شمیر ۴۱۵۹۵ ته رسیدلی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د فلسطین د روغتیا وزارت په غزې تړانګې کښې د تیرې اکتوبر میاشتې له اوومې نیټې راهسې د صهیونیسټی رژیم د پوځیانو په حملو کښې د شهیدانو او زخمیانو وروستۍ احصائیه خپره کړه. 

په غزې تړانګه کې د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي، د تیر کال د اکتوبر له اوومې راهیسې پر غزې د اسرائیلي پوځیانو د بریدونو په پایله کې ۴۱۵۹۵ تنه شهیدان شوي دي.

دغه راز دفلسطین دغه طبی موسسې وویل په غزې تړانګې کښې دجنګ له پیل راهسې دصهیونیسټ رژیم دپوځ په حملو کښې د وژل شویو کسانو ټولټال شمیر 96 زره 251 تنو ته رسیدلی دی.

د فلسطین د روغتیا وزارت په غزې تړانګې کښې اعلان وکړ چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې صهیونیسټی پوځیانو په غزې تړانګې کښې ګڼ جنایتونه او قتلونه کړی دی.

همدارنګه د غزې په تړانګه کې د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي دي چې د غزې په تړانګه کې د اسراییلو د پوځ د تیرې شپې په بریدونو کې ۹ تنه شهیدان شوي او ۴۱ تنه ټپیان شوي دي.

د غزې د روغتیا وزارت ټینګار کړی چې یو شمېر شهیدان او ټپیان لا هم په کوڅو او سړکونو کې تر خاورو لاندې پراته دي او نیواکګر دوی ته د مرستو رسولو مخه نیسي.
https://avapress.net/vdcjmae8xuqehmz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته