دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۳۱
د مطلب کود : 297644
په کابل کې د کثافاتو د مدیریت په برخه کې د پانګونې لپاره د یوه کورني بنسټ لېوالتیا
د کابل ښاروالۍ وايي، د افغانستان د بیارغونې بنسټ مشر د پلازمېنې له ښاروال سره په لیدنه کې په کابل کې د کثافاتو د مدیریت په برخه کې له پانګونې سره لېوالتیا ښودلې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کابل ښاروالۍ مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د افغانستان د بیارغونې بنسټ له مشر درمحمد اشنا او غړو سره د مرستې د غوښتنې په موخه وکتل. 

د دغه بنسټ مشر د دغه ښار د راتلونکي په اړه د مثبتې ارزونې تر څنګ د عصري ښاري ارزښتونو پر بنسټ د دغه ښار د متوازن انکشاف او پراختیا په برخه کې د کابل ښاروالۍ له کارونو او فعالیتونو خوښي څرګنده کړه.

د افغانستان د بیارغونې بنسټ رئیس د کابل ښار د ودې او انکشافي پلانونو له عملي کېدو سره لېوالتیا وښوده او د کثافاتو د مدیریت په برخه کې به پانګونه وکړي.
https://avapress.net/vdchkqnik23nw-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته