دخپریدو نیټه :يکشنبه ۸ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۶:۰۳
د مطلب کود : 297608
د بلخ د سیمه ییزو چارواکې د قرغزستان ۱۲۰ ټنه بشري مرستې تسلیم کړې
د بلخ ولایت سیمه ییزو چارواکو په رسمي ډول له قرغزستان څخه د مرستو دغه لېږد رالېږلی، چې په کې ۹۰ ټنه اوړه، ۱۵ ټنه غوړي او ۱۵ ټنه بوره شامل دي.
افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د بلخ ولایت مقام مرستیال مولوی نورالحدیث ابودریس هیواد ته د قرغزستان د بشری مرستو د سپارلو په مراسمو کې وویل: د اسلامی امارت د دوست هېواد قرغزستان د بشری مرستو د قدردانۍ په ترڅ کې له ګاونډیو هېوادونو سره د دوستانه اړیکو پر اهمیت ټینګار وکړ.

هغه زیاته کړه: د اسلامي امارت حکومت تل د سیمې له هیوادونو سره د ښو اړیکو او دوستانه ګاونډیانو د ساتلو هڅه کړې ده. نو موږ وینو چې د سیمې هېوادونه په سختو شرایطو کې د افغانستان له خلکو او حکومت سره ولاړ او همکاري کوي.

مولوي نورالهدي څرګنده کړه، د قرغزستان بشري مرستې نه یوازې د خواخوږۍ، مرستې او ګاونډیتوب سمبول دی، بلکې د افغانستان له خلکو او حکومت سره د دغه هېواد د اوږدمهاله همکاریو او ژورې دوستۍ د ژمنتیا څرګندونه کوي.

هغه وويل: دمسلمانانو يووالي او همکاري داسلام په دين کې نغښتې ده او که داسلام پيروان يو له بل څخه لرې وي نو زړونه به يې خامخا نږدې وي.

له بلې خوا په دغه هېواد کې د قرغزستان د سفارت مشر جولچیف دانیار بغراویچ د سیمې او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو همکاریو او دوستانه اړیکو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل: نن موږ دلته یو ځل بیا د افغانستان خلکو ته وښیو چې د په سختو وختونو کې او د قرغزستان هیواد د دوی تر څنګ ولاړ دی او دا مرستې یوازې د دې خاورې د خلکو د ملاتړ لپاره زموږ د ژمنې یوه برخه ده.

هغه زیاته کړه: هیله من یم چې دا همکارۍ به په راتلونکي کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو او پیاوړو اړیکو بنسټ کېږدي او موږ هوډ لرو چې په راتلونکي کې هم له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړو.

بغراویچ له افغانستان سره د خپل هېواد مرستې او همکارۍ نه یوازې یو بشري عمل، بلکې اخلاقي او دیني دنده وګڼله او د دواړو هېوادونو د ښې راتلونکې لپاره یې د همکارۍ خبره وکړه.

د يادونې ده، چې ټاکل شوې د قرغزستان بشري مرستې په اړمنو کورنيو ووېشل شي.
https://avapress.net/vdchvqni623nw-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته