دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۵۶
د مطلب کود : 297635
د هېواد سوداګر د پاکستان له خوا د افغانستان پر صادراتي توکو د اضافي مالیاتو له لګولو شکایت کوي
رسنیو د هېواد د سوداګرو په حواله خبر ورکړی، چې د پاکستان له لوري د اضافي مالیاتو د لګولو له امله له تېرو ۴۵ ورځو راهیسې د تورخم دروازه تړل شوې او دغه هېواد لا هم د افغاني توکو د صادراتو پر وړاندې خنډ دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د هېواد یو شمېر سوداګر یو ځل بیا له څه باندې یوې نیمې میاشتې راهیسې د تورخم د لارې د تړل کېدو او د افغانستان پر صادراتو د پاکستان له خوا د اضافي مالیاتو له لګولو شکایت کوي.

د طلوع نیوز د راپور له مخې، دغه سوداګر وايي چې له افغانستان څخه د تازه میوو او سبزیجاتو له ۱۰۰۰ څخه زیاتې لارۍ پاکستان ته د ننوتو انتظار باسي.

د کابل د تازه مېوو او سبزیجاتو د عمومي شورا مشر عبدالغفار ناصري په دې اړه څرګنده کړه:«زموږ زرګونه موټر ولاړ دي، هغه که د غلام خان بندر وي، شهر نو وي او یا هم د تورخم پر لاره ولاړ دي. 

سید شاه هلمندي چې یو له سوداګرو څخه دی، هم وویل: "څومره وخت به دا ننګونې زغمو؟" "اوس زما یو موټر له ۱۱ ورځو راهیسې پر سړک ولاړ دی."

يو شمېر نورو سوداګرو هم ويلي، چې سږ کال د پاکستان له خوا رامنځته شويو ننګونو له امله دوى نه شي کولى، چې پاکستان ته د خپلو توکو د لېږد لګښت هم پوره کړي.

د هېواد یو بل سوداګر خواجه داوود صدیقي وویل: اسلامي امارت کومه ستونزه نه لري، ستونزه د پاکستان له لوري ده. "زموږ په اسانۍ سره تورخم ته رسېدلی شو، خو د پاکستان خاورې ته له ننوتلو وروسته ټولې ستونزې پیلېږي او دغه هېواد زموږ لپاره ننګونه رامنځته کړې ده."

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې رئیس خانجان الکوزي په دې اړه وویل: موږ د بهرنیو چارو له وزارت سره اړیکه ونیوله او همدا اوس چې زه له تاسو سره مرکه کوم، له ستانکزي صاحب سره مو له شلو څخه زیاتو میوو سوداګرو او باغدارانو وکتل.

باید وویل شي، چې پاکستان تل له افغانستان سره د پاکستان د سوداګرۍ پر وړاندې خنډونه اچولي دي.
https://avapress.net/vdchxqnim23nw-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته