دخپریدو نیټه :يکشنبه ۸ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۲۰:۵۵
د مطلب کود : 297630
د سوریې په حمص کې د اسراییلو هوايي برید / په دمشق کې د څو لویو چاودنو غږونه اورېدل شوي
د سوریې رسنیو خبر ورکړی، چې اسرائیلي رژیم د حمص ښار په څنډو کې پر یوه سیمه هوايي برید کړی دی. په همدې حال کې د سوریې رسمي خبري اژانس راپور ورکړی چې د دمشق په شاوخوا کې د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د المیادین خبریال د سوریې په مرکزي ښار حمص ښار کې د چاودنو غږونه اوریدلي دي.
 
په همدې حال کې د دمشق په څنډه کې د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
 
سوري چارواکي د چاودنې د لامل په اړه پلټنې کوي.
 
د سوریې پوځ په دمشق کې د هوايي دفاع سیستم فعال کړ.
 
سوري سرچینو ویلي، اسرائیلي رژیم د حمص ښار په څنډو کې د القصیر په ښارګوټي کې د وادي حنا په سیمه برید کړی دی.
 
په حمص کې د سپوتنیک خبریال هم راپور ورکړی چې د سوریې هوایی مدافعې د حمص په څنډه کې یو دښمن هدف په نښه کړی دی.
 
د سپوتنیک خبریال وايي، چاودنې د حمص په لوېدیځه څنډه کې د سوریې-لبنان پولې ته څېرمه له یوه دښمن هدف سره د دفاعي جګړې له امله شوې، چې داسې ښکاري چې د اسرائیلو بې پیلوټه الوتکه وه.
 
خبریال ټینګار وکړ چې د حمص ښار د اسرائیلو د تیري هدف نه و او احتمالاً بې پیلوټه الوتکه د لبنان په شمال ختیځ کې د البقعې په سیمه کې د عیات په سیمه کې پر یوه موټر د اسرائیلو په برید کې ښکیله وه.
 
د الحدث شبکې هم ویلي، اسرائیلي رژیم د حمص ښار په القصیر ښارګوټي کې هم یو موټر په نښه کړی دی.
https://avapress.net/vdcc1mqix2bqoe8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته