دخپریدو نیټه :يکشنبه ۸ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۶:۰۵
د مطلب کود : 297609
د نړیوال بانک راپور/ په تېرو دریو کلونو کې له افغانستان سره ۱.۷ میلیارده ډالره مرسته شوې ده
نړیوال بانک په خپل تازه راپور کې چې په دې وروستیو کې خپور شو ویلي چې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې یې د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره ۱،۷ میلیارده ډالره مرسته کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: دغه بانک په خپل راپور کې ویلی، چې دغه ټولې پیسې د اسلامی امارت د حکومت له کنټرول څخه وتلې او د ښځو او نجونو لپاره د خدمتونو په وړاندې کولو تمرکز لری.

نړیوال بانک ویلي چې د نورو شیانو تر څنګ یې د ۲۰۲۱ کال په ډسمبر کې د افغانستان د ثبات له وجهي صندوق (ARTF) څخه ۲۸۰ میلیونه ډالره یونیسیف او د خوړو نړیوال پروګرام ته انتقال کړي دي.

دغه بانک زیاته کړې، چې دغه پیسې د ژمي په سختو او نازکو میاشتو کې د بېړنیو روغتیايي او خوراکي اړتیاوو د پوره کولو په موخه د بشري مرستو د تشو د تمویل لپاره لګول شوې دي.

د نړیوال بانک د راپور له مخې، دغه بانک او د افغانستان د ثبات صندوق تمویلوونکو د ۲۰۲۲ کال له پیل راهیسې په ټول هېواد کې د حیاتي روغتیايي خدمتونو، پوهنې، خوراکي خوندیتوب او اوبو په برابرولو سره د افغانستان له خلکو سره مرسته کړې ده.

د دغه راپور له مخې، د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ په میاشت کې د نړیوال بانک د مدیره هیئت د افغانستان د ثبات د وجهي صندوق د مالي مرستو د بشپړولو او د افغانستان له خلکو سره د مرستو د دوام لپاره د نړیوالې پراختیایي ټولنې د مالي مرستو چمتو کول تصویب کړل.

نړیوال بانک ویلي دي چې د نړیوالې پراختیايي ټولنې مرستې به په مستقیمه توګه د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو په واک کې ورکړي.

نړیوال بانک دا هم ویلي چې د دغه بانک رییس په افغانستان کې د "کاسا-۱۰۰۰" پروژې د بیا پیلولو منظوري ورکړې ده.

دغه بانک همدا راز ویلي چې د افغانستان د ټولنې د ثبات او ژوندانه د پروژو له جملې څخه د افغانستان د بیړني روغتیا غبرګون، د خوراکي توکو بیړني امنیت، د مدني بنسټونو د ظرفیتونو ملاتړ، د افغانستان لپاره د معارف بیړني غبرګون، د افغانستان لپاره د اوبو بیړنۍ مرستې او دغه پروژه شامل دي. 

نړیوال بانک په خپل راپور کې زیاته کړې، چې نړیوال مالي شرکت (IFC) چې د دغه بانک یوه مرستندویه اداره ده، د پانګونې او د مشورتي خدمتونو د وړاندې کولو له لارې د افغانستان له خصوصي سکتور سره مرسته کوي.

د دغه بانک د راپور له مخې، دغې ادارې د افغانستان نړیوال بانک او د افغانستان د کوچنیو پورونو بانک په سټاک کې پانګونه کړې او د غضنفر بانک د ښځو د بازار په برخه کې او د انار سرخ د مالي سیستم د پیاوړتیا په برخه کې یې مشورتي مرستې کړې دي. 

نړیوال بانک دا هم ویلي چې د "افغانستان د خصوصي سکټور د پراختیا پروګرام" ملاتړ کوي ترڅو د کوچنیو او منځنیو تصدیو او د هغوی د پراختیا، د ښځو لخوا اداره شوي سوداګرۍ مالتړ، د عامه او خصوصي سکټور ترمنځ د خبرو اترو او د سوداګرۍ پراختیا کې مرسته وکړي. 

دغه بانک ویلي چې د افغانستان له خلکو سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي او د خبرو او راپور ورکولو له لارې به د افغانستان د اقتصادي وضعیت، پرمختګ او هوساینې په اړه نړیوالې ټولنې ته معلومات ورکړي.
https://avapress.net/vdciuyar3t1a3q2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته