دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۴ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۲۹
د مطلب کود : 297351
په افغانستان کې د یونیسف له مشر سره د روغتیا وزارت د سرپرست په ناسته کې د روغتیايي خدمتونو د عرضې پر ښه والي متمرکزه وه
د عامې روغتیا وزارت وايي، چې د دغه وزارت سرپرست په افغانستان کې د یونیسف ادارې له مشرې سره په لیدنه کې په هېواد کې د روغتیايي سیستم پر وضعیت او د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو پر ښه والي خبرې کړې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې چې د ایکس پاڼې په حواله خپره شوې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي په افغانستان کې د یونیسف د دفتر مشر ډاکټر تاج الدین اویلا سره وکتل.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو په افغانستان کې د روغتیايي سیستم پر وضعیت او د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو پر ښه والي خبرې وکړې.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست په خپلو خبرو کې د هېواد ټولو وګړو ته د معیاري روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو ټینګار وکړ او د روغتیايي مرکزونو د تمویل او ښه تجهیز په برخه کې یې د لازمو لارښوونو ترڅنګ، په روغتیايي مرکزونو کې د درملو د کمښت د له منځه وړلو، د حقونو د توازن او د روغتيايي کارکوونکو د امتيازاتو، په ځينو ولايتونو کې د روغتيايي خدمتونو د ښه والي او د اړوندو بنسټونو له لارې د باکيفيته روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په اړه خبرې وشوې.

د يادونې وړ ده، چې افغانستان ته د بشري مرستو په کمېدو سره د دغه هېواد روغتيايي سيستم له بېلابېلو ستونزو سره مخ دى.
https://avapress.net/vdccpmqis2bqo18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته