دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۴ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۱۳
د مطلب کود : 297345
د افغانستان د اوسپنې او نفتو په کانونو کې د پانګونې لپاره د ایراني پانګوالو لېوالتیا
د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د ایران د اسلامي جمهوریت یو شمېر پانګوالو د دغه وزارت له سرپرست سره په کتنه کې د افغانستان د اوسپنې، تېلو او ډبرو سکرو په کانونو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري د ایران د حکومت له استازي احمد محسني سره وکتل. 

د کانونو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان د کاني زېرمو په برخه کې د پانګونې په اړه خبرې وکړې.

په دې کتنه کې د ایراني شرکتونو استازو د افغانستان د اوسپنې، ډبرو سکرو او تېلو په کانونو کې د پانګونې لپاره لېوالتیا څرګنده کړه.

دوی همدا راز ژمنه وکړه چې د دغه وزارت د انجینرانو لپاره به ځانګړي روزنیز کورسونه پیل کړي.

د يادونې وړ ده، چې افغانستان بېلابېل کانونه لري او اوسمهال د دغو کانونو د استخراج قرارداد د اسلامي امارت له يو شمېر بهرنيو شرکتونو سره شوی دی.
https://avapress.net/vdcfjed0tw6d1ma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته