دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۴۸
د مطلب کود : 297313
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د سویلي افریقا پر وړاندې له بریا وروسته هېواد ته راستنه شوه
د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د هېواد د کرکټ ملي لوبډله له سویلي افریقا څخه د یو ورځنیو لوبو د لړۍ له ګټلو وروسته نن (سه شنبه، ۳ میزان) کابل ته راورسېده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان کرکټ بورډ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی چې د هېواد د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي نن سهار د کابل هوايي ډګر ته ننوتلي دي.

دا لومړی ځل و چې د افغانستان او سویلي افریقا لوبډلو ترمنځ د سیالیو لړۍ ترسره شوه.

د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې وکولای شول چې د ۲-۱ په پایلې سره بریا خپله کړي او د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې یوه تاریخي لاسته راوړنه ولري.
https://avapress.net/vdca60nue49noe1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته