دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۵۴
د مطلب کود : 297315
سږ کال د پنجشېر د ګیلاس حاصلات ۳۶۰ متریک ټنو ته ورسېدل
د پنجشېر ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست په دغه ولايت کې د تېرو کلونو په پرتله د ګیلاسو د باغونو د زياتوالي خبر ورکوي او وايي، چې سږ کال له دغو باغونو څخه شاوخوا ٣٦٠ مټريک ټنه حاصلات ترلاسه شوي دي.
وا - کابل: د پنجشېر ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس فضل الله دیوبندی وایی، په دغه ولایت کې په ۳۴۲ هکتاره ځمکه د ګیلاس کرل شوی او څه د پاسه ۳۶۰ مټریک ټنه محصولات یې ترلاسه کړی دی. 

هغه زياته کړه، چې په روان کال کې پر ٢٣ هکتاره ځمکه ګیلاس کرل شوي دي.

د راپور له مخې، د پنجشېر د کرنې رييس څرګنده کړه، چې د ګیلاسو ډېرى باغونه د دغه ولايت په راغستان، دره، عنابه او مرکز ولسواليو کې دي.

د هغه په ​​وينا، د پنجشېر ډېرى ګیلاس چين، هند او پاکستان ته صادرېږي.

د پنجشېر د کرنې رييس وويل، چې د دې ولايت د کروندګرو د کرنې د بڼې د اړولو لامل لږ هڅې او زيات حاصلات دي.

د پنجشېر ولايت کروندګر هم په دې وروستيو کلونو کې له خپلو ګیلاسو حاصلاتو څخه خوښي څرګندوي او له دولت څخه غواړي چې په پسرلي کې د پخوا په پرتله زياتې بهرنۍ ونې په مناسبه بيه وارد کړي.
https://avapress.net/vdccsmqip2bqo18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته