دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۴ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۱۲
د مطلب کود : 297344
د پنجشېر د زمردو درې زره قیراط خرڅ شوه
د پنجشېر ولایت سیمه ییزو چارواکو د دغه ولایت له کانونو استخراج شوي ۲۶۳۸ قیراط زمرد د ۷۴۷۵۰ امریکايي ډالرو په ارزښت د پلور اعلان کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پنجشیر ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې دغه زمرد د پنجشیر ولایت د اسلامی امارت د والی حافظ محمد آغا حکیم او د څارنې د کمیټې د مسول په حضور کې پلورل شوی دی. 

په پنجشېر کې د اسلامي امارت د کانونو او پټروليم رئيس مولوي محمد قاسم اميري د معلوماتو له مخې، دغه اندازه زمرد د دغه ولايت په ٢٦ مه داوطلبۍ کې پلورل شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې ياد شوي زمرد د هېواد په ملي سوداګرو پلورل شوي دي.
https://avapress.net/vdceef8wejh8oxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته