دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۴ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۱۰
د مطلب کود : 297343
په لبنان کې د اسرائیلي رژیم د جنایتونو د قربانیانو شمېر ۵۵۸ تنه شهیدان او ۱۷۰۰ ټپیان شوي دي
د لبنان د روغتیا وزارت د دوشنبې په ماښام اعلان وکړ چې د تیرې شپې او ورځې په اوږدو کښې د صهیونیسټی رژیم په حملو کښې ۵۵۸ تنه شهیدان شوی دی چې ۵۰ تنه یې ماشومان دی. د دغه راپور له مخې د ټپيانو شمېر هم ۱۷۰۰ تنو ته لوړ شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د لبنان د روغتیا وزارت د سه شنبې په ورځ په خپلو تازه احصایو کې اعلان وکړ: پر لبنان د صهیونیسټي رژیم د هوايي بریدونو له پیله تر اوسه ۵۵۸ تنه شهیدان شوي او ۱۷۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

په عین حال کښې د لبنان په ختیځ او جنوب کښې د صهیونیسټی رژیم د پراخو هوایی حملو له کبله چې پکښې په سلګونو کسان شهیدان شوی دی، یوشمیر نړیوالو چارواکو په سیمه کښې د جنګ د پراخیدو خبرداری ورکړی دی.

د شهیدانو او ټپیانو مخ په زیاتیدونکي شمیر د دوشنبې ورځ په لبنان کې د 2006 کې د دواړو خواو ترمنځ د پخوانۍ جګړې راهیسې ترټولو خونړۍ ورځ ده.

د اسرائیلو پوځ د دوشنبې په ماښام اعلان وکړ چې پر لبنان د دوشنبې د بریدونو شمېر ۱۳۰۰ ته ورسېد او دا بریدونه په وروستیو ساعتونو کې دوام لري.

په همدې حال کې د نیواکګر رژیم لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته خپل سفر ځنډولی او د هغه د دفتر د بیان له مخې نتانیاهو به د نوي مهال ویش له مخې د چهارشنبې په ماښام له تل ابیب څخه ووځي. 

په عین حال کښې د فلسطین د مقاومت د ډلې (حماس) پوځی څانګې هم د لبنان په جنوب کښې د خپل یو قوماندان د شهادت خبر ورکړ. د القسام لوا اعلان وکړ چې د "حسین محمود النادر" په نوم د دې ډلې یو قوماندان د دوشنبې په ورځ د لبنان په جنوب کې د اسرائیلو په برید کې شهید شو.


په عین حال کښې رسنیو خبر ورکړی دی چې د المیادین شبکې یو خبریال هادی السید د لبنان په جنوب کښې د صهیونیسټی رژیم د جنګیالیو په حملې او د هغه د کور په بمبارۍ کښې شهید شوی دی.


له بلې خوا د لبنان لومړي وزیر نجیب میقاتي اعلان وکړ چې د اوسنیو پرمختګونو له امله به د نورو ډیپلوماتیکو خبرو لپاره نیویارک ته ولاړ شي.

مکاتي ټاکل شوې وه چې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته ولاړ شي، خو د وروستیو پېښو له امله دغه سفر لغوه شو.

میقاتي یوه ورځ وروسته له هغې امریکا ته خپل سفر لغوه کړ چې اسرائیلي رژیم د جمعې په ورځ (د سپتمبر ۲۰) په بیروت برید وکړ.
https://avapress.net/vdcdo50xsyt0ns6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته