دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۴ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۰۳
د مطلب کود : 297339
په غزه کې د شهیدانو شمیر ۴۱ زره ۴۶۷ تنو ته ورسید
په غزه کې دفلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې دفلسطین دپوځیانو درې قتل عامونه ترسره شوی چې له امله یې ۱۲ تنه شهیدان او ۴۳ نور ټپیان شوی دی .
افغان غږ خبری آژانس: د غزې د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې په غزه کې د شهیدانو شمیر ۴۱ زره ۴۶۷ تنو او د ټپیانو شمیر ۹۵ زره ۹۲۱ تنو ته رسیدلی دی.

دغه وزارت اعلان وکړ چې صهیونیسټی رژیم په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د غزې په تړانګه کښې درې حملې وکړې چې په نتیجه کښې یې ۱۲ کسان شهیدان او ۴۳ نور ژوبل شول.

په عین حال کښې خبری سرچینو اعلان وکړ چې د غزې تړانګې په مرکز کښې د البریج په کمپ باندې د صهیونیسټی رژیم د جنګی الوتکو په حمله کښې لږ تر لږه څلور کسان شهیدان او یوشمیر نور ژوبل شول.

ویل شوي دي چې د غزې تړانګې په مرکزي او جنوبي سیمو د صهیونیسټي رژیم د بریدونو د شهیدانو شمیر ۱۲ تنو ته رسیدلی دی.
https://avapress.net/vdcipyar3t1a3p2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته