کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د اوسپنې او نفتو په کانونو کې د پانګونې لپاره د ایراني پانګوالو لېوالتیا

4 میزان 1403 ساعت 11:13

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د ایران د اسلامي جمهوریت یو شمېر پانګوالو د دغه وزارت له سرپرست سره په کتنه کې د افغانستان د اوسپنې، تېلو او ډبرو سکرو په کانونو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري د ایران د حکومت له استازي احمد محسني سره وکتل. 

د کانونو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان د کاني زېرمو په برخه کې د پانګونې په اړه خبرې وکړې.

په دې کتنه کې د ایراني شرکتونو استازو د افغانستان د اوسپنې، ډبرو سکرو او تېلو په کانونو کې د پانګونې لپاره لېوالتیا څرګنده کړه.

دوی همدا راز ژمنه وکړه چې د دغه وزارت د انجینرانو لپاره به ځانګړي روزنیز کورسونه پیل کړي.

د يادونې وړ ده، چې افغانستان بېلابېل کانونه لري او اوسمهال د دغو کانونو د استخراج قرارداد د اسلامي امارت له يو شمېر بهرنيو شرکتونو سره شوی دی.


د مطلب کود: 297345

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/297345/د-افغانستان-اوسپنې-او-نفتو-په-کانونو-کې-پانګونې-لپاره-ایراني-پانګوالو-لېوالتیا

آوا
  https://www.avapress.net