دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۳۸
د مطلب کود : 297646
د عامې روغتیا وزارت سرپرست د معیاري روغتیايي خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار کوي
د عامې روغتیا وزارت وایي، چې د دغه وزارت سرپرست د ننګرهار له حوزوي روغتون څخه د لیدنې پر مهال هېوادوالو ته د باکیفیته روغتیايي خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي نورجلال جلالي ننګرهار ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له ولایتي روغتون څخه لیدنه وکړه.

په دې کتنه کې مولوي جلالي د حوزوي روغتون له بېلابېلو څانګو څخه ليدنه وکړه او روغتيايي مسوولينو او کارکوونکو ته يې د ستونزو د حل په موخه لازمې ډالۍ ورکړې او د معياري روغتيايي خدمتونو په وړاندې کولو يې ټينګار وکړ.

له بلې خوا مولوي نورجلال جلالي ننګرهار ته د خپل سفر په ترڅ کې په دغه ولایت کې د یونیسف ادارې له مسوولینو او تطبیق کوونکو بنسټونو سره د یو لړ ستونزو د حل په موخه وکتل.

په دې کتنه کې د عامې روغتیا سرپرست وزیر د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې د شته ستونزو د حل په خاطر د تطبیق کوونکو بنسټونو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

دغه راز په دې ناسته کې د تطبیق کوونکو بنسټونو مسوولینو ژمنه وکړه، چې لاندې ستونزو ته به پر وخت رسېدنه کوي او د غوره روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې به لازمې هڅې وکړي.
https://avapress.net/vdcjxae8muqehmz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته