دخپریدو نیټه :يکشنبه ۸ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۵۶
د مطلب کود : 297593
د غزې د شهیدانو شمېر ۴۱ زره ۵۸۶ تنو ته لوړ شو
د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې په غزه کې د شهیدانو شمیر ۴۱۵۸۶ تنو ته رسیدلی دی.
افغان غږ خبری آژانس: په غزې تړانګه کښې د فلسطین د روغتیا وزارت: په تیرو ۴۸ ساعتونو کښې د غزې په تړانګه د صهیونیسټی رژیم په حملو کښې ۵۲ تنه شهیدان شوی دی.

د فلسطین د روغتیا وزارت زیاته کړه: په غزه کښې د شهیدانو شمیر ۴۱ زره ۵۸۶ تنو ته او د زخمیانو شمیر ۹۶ زره ۲۱۰ تنو ته رسیدلی دی.

د دغه وزارت په وینا په تیرو ۴۸ ساعتونو کښې صهیونیسټی رژیم د غزې په تړانګه کښې څلور قتل عامونه وکړل چې له امله یې ۵۲ تنه شهیدان او ۱۱۸ نور ژوبل شول.
https://avapress.net/vdcao0nue49nom1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته