کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې د کثافاتو د مدیریت په برخه کې د پانګونې لپاره د یوه کورني بنسټ لېوالتیا

9 میزان 1403 ساعت 10:31

د کابل ښاروالۍ وايي، د افغانستان د بیارغونې بنسټ مشر د پلازمېنې له ښاروال سره په لیدنه کې په کابل کې د کثافاتو د مدیریت په برخه کې له پانګونې سره لېوالتیا ښودلې ده.


آوا - کابل: د کابل ښاروالۍ مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د افغانستان د بیارغونې بنسټ له مشر درمحمد اشنا او غړو سره د مرستې د غوښتنې په موخه وکتل. 

د دغه بنسټ مشر د دغه ښار د راتلونکي په اړه د مثبتې ارزونې تر څنګ د عصري ښاري ارزښتونو پر بنسټ د دغه ښار د متوازن انکشاف او پراختیا په برخه کې د کابل ښاروالۍ له کارونو او فعالیتونو خوښي څرګنده کړه.

د افغانستان د بیارغونې بنسټ رئیس د کابل ښار د ودې او انکشافي پلانونو له عملي کېدو سره لېوالتیا وښوده او د کثافاتو د مدیریت په برخه کې به پانګونه وکړي.


د مطلب کود: 297644

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/297644/په-کابل-کې-د-کثافاتو-مدیریت-برخه-پانګونې-لپاره-یوه-کورني-بنسټ-لېوالتیا

آوا
  https://www.avapress.net