دخپریدو نیټه :شنبه ۷ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۴۵
د مطلب کود : 297480
موږ د نتانیاهو د مخنیوي توان نه لرو؛ موږ باید پر امریکا حساب ونه کړو
د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ تګلارې مشرې خواشیني څرګنده کړه چې هیڅ داسې ځواک نشته چې د نتانیاهو مخه ونیسي.
افغان غږ خبری آژانس: د اروپا د بهرنۍ تګلارې مسوول جوزف بوریل وايي، هغه څه چې موږ یې کوو د اوربند د ټینګښت لپاره د ټولو ډیپلوماټیکو فشارونو څخه کار اخلو.

برل د غزې او لبنان په حملو کښې له صهیونیسټ رژیم سره د امریکې د حکومت هراړخیز او پرله پسې پوځي مرستو ته په اشارې سره وویل: مونږ یوازې په امریکې باندې حساب نه شو کولای ځکه چې څو ځله یې کوششونه کړي او ناکامه شوي دي.

د مهر په وینا دی غواړي له امریکا څخه چې په غزه کې یې د اوربند د مخنیوي هڅې کړې دي، ډیپلوماټیکې هلې ځلې متنوع کړي.

خبري رسنیو د صهیونیسټي الوتکو له خوا تیره شپه او نن سهار د بیروت په جنوبي سیمو کښې د استوګنې په سیمو د سختو بمباریو خبر ورکړی دی.

 په دغو حملو کښې د بیروت په جنوبی سیمو کښې د «الکفات»، «الشوفات»، «الحدث» او «الللیکی» په شان سیمو کښې د استوګنې ودانۍ د صهیونیسټی رژیم د جنګیالیو تر سختو ډزو لاندې راغلې دي

د تېرې شپې او نن سهار په اوږدو کې له ۳۰ څخه زیاتې حملې د بیروت په جنوبی سیمو کې شوې او دا بریدونه لا هم دوام لری.
https://avapress.net/vdcfced0xw6d1ja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته