دخپریدو نیټه :شنبه ۷ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۵۴
د مطلب کود : 297482
په هرات کې له جوازه پرته ۷۵ تنه صرافان نیول شوي
د کورنیو چارو وزارت د عامه امنیت ریاست مسوولینو له آوا سره په خبرو کې د هرات ولایت د عامه امنیت د پنځمې لوا د منسوبینو له خوا د ۷۵ تنه صرافان د نیولو خبر ورکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت د عامه امنیت ریاست مطبوعاتي دفتر نن (شنبه د میزان ۷مه) افغان غږ خبری آژانس ته د یوې خبرپاڼې په استولو سره ویلي چې ۷۵ تنه صرافان يي نیولي دي.

د يو بل خبرله مخې: دغه صرافان د سيمه ئيزو مقاماتو په لارښوونه د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول او ددغه ولايت امنيې قوماندانۍ ته وسپارل شول.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د کورنیو چارو وزارت د عامه امنیت رئیس اسوال انجينر سیدالرحیم جاهد د عامه امنیت له ځواکونو څخه وغوښتل چې د خلکو د عزت د خوندیتوب په برخه کې له هیڅ راز هلو ځلو څخه ډډه ونکړي.

هغه زیاته کړه، خلک تر بل هر څه زیات امنیت ته اړتیا لري او موږ د دوی د رښتیني بچیانو په توګه دوی ته امنیت برابروو او دا خدمت خپل ویاړ ګڼو.

د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې ریاست وايي، د دغه ریاست ځواکونه د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د امنیت او عامه نظم په تامینولو بوخت دي، څو خلک وکولای شي له کومې ستونزی پرته خپل کار او ژوند ته دوام ورکړي.
https://avapress.net/vdch6qnii23nwkd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته