دخپریدو نیټه :شنبه ۷ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۲۸
د مطلب کود : 297500
د سید حسن نصرالله د ترور او شهادت په اړه د صهیونیسټی رژیم د جنایتکار پوځ رسمی ادعا
د صهيونېسټ رژيم جنایتکار پوځ په يوه رسمي بيانيه کښې ادعا وکړه چې د لبنان د حزب الله مشر سيد حسن نصرالله پرون د جمعې په ورځ د بيروت په حمله کې شهيد شوي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې رویټرز خبري آژانس حزب الله ته د یوې نږدې سرچینې په حواله ویلي و چې ښاغلی نصرالله ژوندی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د صهیونیسټی رژیم د جنایتکار پوځ د ادعا له مخې د حزب الله مشر سید حسن نصرالله، علی کرکی او د حزب الله یو شمیر نور قوماندانان هم شهیدان شوي دي.

د تسنیم په وینا، دا ادعا په داسې حال کې کېږي چې حزب الله تر اوسه په دې اړه کومه اعلامیه نه ده خپره کړې او د صهیونیسټانو دا ادعا نه تاییدوي او نه هم ردوي.

د صهیونیسټ رژیم د پوځ په ادعا شوې بیانیه کښې راغلی دی چې د دغه رژیم د هوایی ځواک الوتکو د استخباراتو او موساد د دقیقو اطلاعاتو په رڼا کښې د حزب الله په مرکز ضاحیه کې حمله وکړه.

دغه رژيم ادعا کړې ده چې د لبنان د اسلامي مقاومت لوړپوړو چارواکو د يادې شوې مرکز په يوه غونډه کښې ګډون درلود چې دغه ترهګره حمله وشوه.

په ورته وخت کې رویټرز خبري آژانس حزب الله ته د یوې نږدې سرچینې په حواله ویلي: سید حسن نصرالله ژوندی دی. همدا راز د رویټرز په وینا، د لبنان حزب الله ته د یوې نږدې سرچینې په وینا، د حزب الله د اجراییوي شورا مشر هاشم صفی الدین هم ژوندی دی.
https://avapress.net/vdciuyarut1a3w2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته