دخپریدو نیټه :شنبه ۷ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۱۷
د مطلب کود : 297494
په هرات کې د افغان فولاد د اوسپنې د کارخونې د دویم فاز د بنسټ ډبره کېښودل شوه
د جمعې په ورځ د هېواد د صنایعو او سوداګرۍ، اطلاعاتو او کلتور وزیرانو، د هرات د سیمه ییزو چارواکو، پانګوالو او سوداګرو په حضور کې د افغان فولاد د اوسپنې د کارخونې د دویم فاز د دویمې برخې د بنسټ ډبره په هرات ولایت کې د 30 میلیون ډالرو په لګښت کیښودل شوه.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د افغان فولاد شرکت رئیس حیات الله نظري وايي، د دغې فابریکې لومړی فاز څه موده وړاندې د ۲۰ میلیونه ډالرو په لګښت جوړ شوی او اوس په کې ۵۰۰ کسان په کار بوخت دي.

هغه زیاته کړه: د ۳۰ میلیونو ډالرو په لګښت د دویم فاز په پیلیدو سره به څه باندې زرو ټنو ته کاري فرصتونه برابر شي.

ښاغلي نظري دغه راز په ډاګه کړه، چې د دغې فابریکې په لومړي پړاو کې هره ورځ ۳۰۰ ټنه ګاډر تولیدېږي، چې د کیفیت له پلوه له نړیوالو معیارونو سره برابر او د نورو هېوادونو له تولیداتو هم ښه دی.

له بلې خوا په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي وویل، چې په هېواد کې صنعتي انقلاب د راتلو په حال کې دی.

هغه زیاته کړه: " نور به عادی توکي نه واردوو، سوداګر باید هڅه وکړي چې خپل تولیدات په کور دننه تولید کړي او بهر ته یې صادر کړي".

ښاغلي عزیزي دا هم وویل: که هیواد په ځان بسیا شي، دوی به د بهرنیو توکو واردول بند کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر هم په هېواد کې د پانګونې د لېوالتیا د زیاتوالي اعلان وکړ او زیاته یې کړه: ډېری صنعتکاران په صنعتي پارکونو کې د ځمکو وېش ته انتظار باسي.

هغه زیاته کړه: اسلامي امارت به په هر قیمت د کورنیو تولیداتو او صنعتکارانو ملاتړ کوي.

دغه راز د هېواد د اطلاعاتو او کلتور وزير ملا خيرالله خيرخواه هم وويل: په هرات کې د صنعتي فابريکو پيل به د نورو ولايتونو د پانګوالو لپاره تشويق رامنځته کړي.

داطلاعاتو اوفرهنګ وزير دغه راز ټينګار وکړ چې اقتصادي ستونزې ورځ تربلې دحل په حال کې دي او ملت او دولت بايد ددغو ستونزو دحل لپاره لاس په کار شي.

ښاغلي خیرخواه زیاته کړه چې اسلامي امارت به د داخلي تولیداتو د واردولو مخه ونیسي.

له بلې خوا د هرات والي شیخ نور احمد اسلامجر وايي چې اسانتیاوې او امنیت هغه عمده عوامل دي چې د تولیدي فابریکو په جوړولو کې د پانګوالو لېوالتیا لري.

نوموړي د افغانستان په ځانګړي ډول هرات ولایت د پانګونې لپاره تر ټولو غوره لاره وبلله او په بهر کې یې له افغان سوداګرو وغوښتل چې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

د هرات والي همداراز زیاته کړه: د دغه ولایت امنیتي او اقتصادي وضعیت اوس هغه شان نه دی لکه درې کاله وړاندې چې و او په راتلونکو دریو کلونو کې به د پام وړ اقتصادي ودې شاهدان واوسو.
https://avapress.net/vdcao0nuy49noy1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته