دخپریدو نیټه :جمعه ۶ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۱۰
د مطلب کود : 297454
په هرات کې د ګرځندوی د نړیوالې ورځې په مناسبت نړیوال نندارتون جوړ شو
د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکو اعلان وکړ، چې د ګرځندوی د نړیوالې ورځې په مناسبت به په دغه ولایت کې یو ستر نړیوال نندارتون جوړ شي.
افغان غږ خبری آژانس: د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ګرځندوی رئیس مولوی رحمت الله محمدی وایی چې د ګرځندوی د نړیوالې ورځې په مناسبت به د راتلونکې اونۍ د یکشنبې په ورځ په هرات ولایت کې یو ستر نړیوال نندارتون جوړ شی.
 
هغه وویل، په دې نندارتون کې به د ترکیې او ایران میلمانه او سیلانیان ګډون وکړي.
 
مولوي محمدي دا هم وويل، چې دغه نندارتون به په اختيارالدين قلعه او د ښځو او نارينه وو لپاره په دوو جلا برخو کې جوړ شي، چې لاسي صنايع، هنري اثار او کورني توليدات به پکې نندارې ته وړاندې شي.
 
هرات ولايت د هېواد په لوېديځ کې يو له لرغونو ولايتونو څخه دى چې هر کال په کې زيات شمېر بهرني او کورني سيلانيان د لرغونو اثارو د ليدو لپاره دغه ولايت ته ورځي.
 
هرات په تېرو درېیو کلونو کې د زیاتو بهرنیو او کورنیو سیلانیانو کوربه دی.
https://avapress.net/vdcgnu9xtak9yt4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته