دخپریدو نیټه :شنبه ۷ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۴۲
د مطلب کود : 297479
پر لبنان او د بیروت پر څنډو د اسرائیلو د پرله پسې او وحشیانه بریدونو دوام او د حزب الله ځواب
په بیروت او د لبنان په نورو سیمو کښې په ضاحیه باندې د صهیونیسټ رژیم د حملو د نوی څپې له پیل سره هم د تیرې شپې له نیمې شپې وروسته حزب الله یو ځل بیا د الصفاد په شمول د الجلیل په لور له ۶۵ راکټونو سره حمله وکړه. اسراییل د جمعې په شپه او د شنبې په ورځ سهار اوه بجې د بیروت په جنوب کې تر ۳۳ ډېر ځله بریدونه کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د لبنان په ختیځ او جنوبی سیمو د بیروت په مختلفو سیمو د صهیونیسټی جنګیالیو حملې دوام لری .
د لبنان سیمه ایزو رسنیو نن د شنبه د میزان په ۷ مه خبر ورکړ چې د صهیونیسټی رژیم جنګی الوتکو د طائر په شمال کښې د الشبریه سیمې، د لبنان په جنوب کښې د مراقه او البرج شمال، عین بعل او الصمعه ښارګوټی او د تریا، النبی په سیمو بمباری وکړه. 
له بلې خوا المیادین خبری چینل د لبنان په مختلفو سیمو د صهیونیسټی نیواکګر رژیم د حملو په دوام خبر ورکړی دی.
المیادین شبکې خبر ورکړی، چې رژیم د بعلبیک په جنوب کې د صفری او سرین ښارونه په یوه هوایی برید کې په نښه کړل.
دغه راز صهیونیسټ رژیم د بیروت په جنوب کښې په داحیه سیمه په تیره بیا د الحدیث او الیلکی په سیمو حملې ته دوام ورکړی دی .
پر دې سربیره سور ته نژدې په الحوش سیمه کې د اسرائیلي جنګیالیو له خوا د هوایي برید راپورونه ورکړل شوي دي.
د لبنان او تل ابیب ترمېنځ د ډزو له تبادلې وروسته د صهیونیسټ رژیم رسنیو هم خبر ورکړ چې د لبنان حزب الله ډلې د بیروت په دحیه سیمه کښې له حملې وروسته د نیواکګرو فلسطین په شمالی ښارګوټو باندې ۶۵ توغندی وویشتل.
د عبراني ټايمز د راپور له مخې، حزب الله تېره شپه پر ځايي وخت له لسو بجو لږ وروسته پر سفاد لږ تر لږه ۳۰ توغندي وتوغول.
په ورته وخت کې اسرائیلي چارواکو ویلي چې لږ تر لږه ۲ راکټونه په هدف لګېدلي او سخت زیان یې اړولی دی.
په انټرنیټ کې خپاره شوي ویډیوګانې او عکسونه د اور د کنټرول لپاره د اور وژونکو هڅې ښیي.
همداشان  د لبنان  مقاومت  د نیواک شوي  کریت شمعون ښار په پراخه کچه د فلاق دو توغندیو په نښه کولو خبر ورکړ.
ځینی خبری راپورونه وایی چی په عین حال کی د بیروت د جنوب په ختیځ کی د لبنان په ختیځ کی د بعلبیک په شاوخوا کی د نیواکګرو جنګیالیو هم په دری ځله د سختو بریدونو هدف ګرځیدلی دی.
https://avapress.net/vdcd550xnyt0no6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته