کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هرات کې له جوازه پرته ۷۵ تنه صرافان نیول شوي

7 میزان 1403 ساعت 10:54

د کورنیو چارو وزارت د عامه امنیت ریاست مسوولینو له آوا سره په خبرو کې د هرات ولایت د عامه امنیت د پنځمې لوا د منسوبینو له خوا د ۷۵ تنه صرافان د نیولو خبر ورکړ.


آوا - کابل: د کورنیو چارو وزارت د عامه امنیت ریاست مطبوعاتي دفتر نن (شنبه د میزان ۷مه) آوا ته د یوې خبرپاڼې په استولو سره ویلي چې ۷۵ تنه صرافان يي نیولي دي.

د يو بل خبرله مخې: دغه صرافان د سيمه ئيزو مقاماتو په لارښوونه د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول او ددغه ولايت امنيې قوماندانۍ ته وسپارل شول.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د کورنیو چارو وزارت د عامه امنیت رئیس اسوال انجينر سیدالرحیم جاهد د عامه امنیت له ځواکونو څخه وغوښتل چې د خلکو د عزت د خوندیتوب په برخه کې له هیڅ راز هلو ځلو څخه ډډه ونکړي.

هغه زیاته کړه، خلک تر بل هر څه زیات امنیت ته اړتیا لري او موږ د دوی د رښتیني بچیانو په توګه دوی ته امنیت برابروو او دا خدمت خپل ویاړ ګڼو.

د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې ریاست وايي، د دغه ریاست ځواکونه د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د امنیت او عامه نظم په تامینولو بوخت دي، څو خلک وکولای شي له کومې ستونزی پرته خپل کار او ژوند ته دوام ورکړي.


د مطلب کود: 297482

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/297482/په-هرات-کې-له-جوازه-پرته-۷۵-تنه-صرافان-نیول-شوي

آوا
  https://www.avapress.net