دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۲۹
د مطلب کود : 297663
ترکمنستان د برشنا رئیس ته بلنه ورکړه چې د ۲۰۲۵ کال د برېښنا د پېرلو تړون لاسلیک کړي
د برشنا عمومي ریاست وايي، د ترکمنستان د برېښنا وزیر د دې ادارې له اجراییه رییس سره په ټیلیفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو همکارۍ مهمې وبللې او د افغانستان برشنا شرکت اجرایوي رییس ته یې بلنه ورکړه چې د ۲۰۲۵ کال د برېښنا د پېرلو تړون په عشق آباد کې لاسلیک کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د برښنا د عمومي ریاست مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د برشنا افغانستان شرکت اجرایوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر د ترکمنستان د بریښنا له وزیر سپاروف انا گیلدی سره په ټیلیفوني خبرو کې د بریښنا د تولید پر دوام ټینګار وکړ. 

عبدالباري عمر د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو په ځانګړي ډول د برېښنا په برخه کې مننه وکړه او ویې ویل، چې په ټاکلي وخت د ستونزو شریکول او حل کول به د دواړو هېوادونو ستراتیژیکې اړیکې پراخې کړي.

په ورته وخت کې د ترکمنستان د برېښنا وزیر د دواړو هېوادونو همکارۍ مهمې وبللې او د افغانستان د برشنا شرکت اجرائیه رئیس ته یې په عشق اباد کې د ۲۰۲۵ کال د برېښنا د پېرلو تړون لاسلیکولو بلنه ورکړه.

په ورته وخت کې د هېواد او په ځانګړي ډول کابل ښاریان د برېښنا له اوږدمهاله بندیدو شکایت کوي. دوی وايي چې په ورځ او شپه کې یوازې ۳-۴ ساعته برېښنا لري.
https://avapress.net/vdciqyarpt1a3q2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته