کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ترکمنستان د برشنا رئیس ته بلنه ورکړه چې د ۲۰۲۵ کال د برېښنا د پېرلو تړون لاسلیک کړي

9 میزان 1403 ساعت 14:29

د برشنا عمومي ریاست وايي، د ترکمنستان د برېښنا وزیر د دې ادارې له اجراییه رییس سره په ټیلیفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو همکارۍ مهمې وبللې او د افغانستان برشنا شرکت اجرایوي رییس ته یې بلنه ورکړه چې د ۲۰۲۵ کال د برېښنا د پېرلو تړون په عشق آباد کې لاسلیک کړي.


آوا - کابل: د برښنا د عمومي ریاست مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د برشنا افغانستان شرکت اجرایوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر د ترکمنستان د بریښنا له وزیر سپاروف انا گیلدی سره په ټیلیفوني خبرو کې د بریښنا د تولید پر دوام ټینګار وکړ. 

عبدالباري عمر د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو په ځانګړي ډول د برېښنا په برخه کې مننه وکړه او ویې ویل، چې په ټاکلي وخت د ستونزو شریکول او حل کول به د دواړو هېوادونو ستراتیژیکې اړیکې پراخې کړي.

په ورته وخت کې د ترکمنستان د برېښنا وزیر د دواړو هېوادونو همکارۍ مهمې وبللې او د افغانستان د برشنا شرکت اجرائیه رئیس ته یې په عشق اباد کې د ۲۰۲۵ کال د برېښنا د پېرلو تړون لاسلیکولو بلنه ورکړه.

په ورته وخت کې د هېواد او په ځانګړي ډول کابل ښاریان د برېښنا له اوږدمهاله بندیدو شکایت کوي. دوی وايي چې په ورځ او شپه کې یوازې ۳-۴ ساعته برېښنا لري.


د مطلب کود: 297663

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/297663/ترکمنستان-د-برشنا-رئیس-ته-بلنه-ورکړه-چې-۲۰۲۵-کال-برېښنا-پېرلو-تړون-لاسلیک-کړي

آوا
  https://www.avapress.net