کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې د ملي موزیم تر څنګ د سړک د بیارغونې چارې پیل شوې

9 میزان 1403 ساعت 15:41

د کابل ښاروالۍ اعلان کړی، چې د پلازمېنې په شپږمه ناحیه کې د ملي موزیم تر څنګ د سړک د بیارغونې چارې پیل شوې دي.


آوا - کابل: د کابل ښاروالۍ مطبوعاتي دفتر په ایکس پاڼه کې لیکلې چې د دغه ریاست د سړکونو د ترمیم مشر ویلي چې ملي موزیم ته څېرمه د سړک تخریب شوې برخې به ورغول شي.

د کابل ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، دغه سړک څه باندې ٩٠٠ متره اوږدوالى او له ٩ تر ١٢ مترو پلنوالى لري او په دې کار کې د سړک دواړو غاړو ته د سړکونو ترميم او بيارغونه شامل دي.

تر دې مخکې هم د کابل ښاروالۍ د پلازمېنې یو شمېر سړکونه رغولي دي.


د مطلب کود: 297679

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/297679/په-کابل-کې-د-ملي-موزیم-تر-څنګ-سړک-بیارغونې-چارې-پیل-شوې

آوا
  https://www.avapress.net