کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ډالر پر وړاندې د افغانیو ارزښت د تېر کال په پرتله ۱۴ سلنه لوړ شوی دی

9 میزان 1403 ساعت 16:07

د رئیس الوزرا اقتصادي چارو مرستیال اعلان کړی، چې په تېر کال کې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو بیه ۱۴ سلنه لوړه شوې ده.


آوا - کابل: د اسلامی امارت د اقتصادی چارو وزارت لخوا نن (دوشنبه، د میزان ۹مه) په خپاره شوی راپور کې، د مرکزی بانک لخوا د معقول پولی سیاستونو تطبیق، د بهرنیو اسعارو د قاچاق مخنیوی، د صادراتو وده، په دولتي کچه د غیر ضروري لګښتونو کموالی، د شفافیت رامنځته کول، په هېواد کې د ملي او سیمه ییزو پروژو پیل او د نړۍ له هېوادونو سره د سوداګرۍ پراختیا د دې زیاتوالي اصلي عوامل دي. 
دا په داسې حال کې ده چې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د بیې له راټیټیدو سره هم د اومو موادو په بیو کې بدلون نه دی راغلی.


د مطلب کود: 297682

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/297682/د-ډالر-پر-وړاندې-افغانیو-ارزښت-تېر-کال-په-پرتله-۱۴-سلنه-لوړ-شوی-دی

آوا
  https://www.avapress.net