دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۴۲
د مطلب کود : 297716
د بغداد هوايي ډګر ته څېرمه د امریکايي ځواکونو پر اډې توغندیز برید شوی
عراقي سرچينو نن سهار د بغداد نړيوال هوايي ډګر ته څېرمه د امريکا پر پوځي اډې "ويکتوريا" د لسو راکټي بريدونو خبر ورکړى دى.
افغان غږ خبری آژانس: رویټرز خبري آژانس د دوو عراقي پوځي چارواکو له قوله چې نومونه یې نه دي اخیستي، خبر ورکړی چې د بغداد نړیوال هوايي ډګر ته څېرمه د عراق پر پوځي اډې «ویکتوریا» د دوو توغندیو برید شوی دی.
يوې امنيتي سرچينې الجزيرې ته ويلي، چې د بغداد هوايي ډګر ته څېرمه د امريکايي ايتلاف اډې ته څېرمه چاودنه شوې او د الارم غږ هم اورېدل شوى دى.
دغه امنيتي سرچينه وايې چې په دي سيمه کې څلور پرله پسې چاودني سوي دي چې ګمان کيږي د توغندي د بريد له امله وي.
سکای نیوز د عراقي رسنیو په حواله د ویکتوریا په اډه د توغندیو د برید او د C-RAM هوايي دفاعي سیستم د فعالیدو خبر ورکړی.
د عراق یوې امنیتي سرچینې هم د سعودي الشرق رسنیو ته ویلي چې یو توغندی د ویکټوریا اډې ته نږدې او بل توغندی یې د ځغاستې له لارې لګېدلی دی.
نورو عراقي سرچینو هم ویلي، چې ۳ توغندي د ویکتوریا اډه په نښه کړې او له دغې اډې څخه ډېر لوګي پورته شوي دي.
دا په وروستیو میاشتو کې په عراق کې د امریکا پر اډو لومړی برید دی.
تر اوسه کومې ډلې په رسمي ډول د دغو بریدونو مسوولیت نه دی منلی.
په همدې حال کې یوه امریکايي دفاعي چارواکي له رویټرز خبري اژانس سره په خبرو کې د بغداد هوايي ډګر ته څېرمه د امریکا پر پوځي اډې د توغندي برید تایید کړی، خو په عین حال کې یې ویلي چې په دې برید کې امریکايي پوځیانو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
https://avapress.net/vdchzqni-23nwqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته