دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۹:۱۳
د مطلب کود : 297699
په غزه کې د وژل شویو خبریالانو شمیر ۱۷۴ تنو ته لوړ شو
په غزې تړانګې کې دفلسطین دمطبوعاتي ادارې د اطلاعاتو دفتر په غزې تړانګې دصهیونیسټي نیواکګر رژیم په حملې کښې دفلسطین خبریال وفا علي العدیني دشهادت خبر اعلان کړ .
افغان غږ خبری آژانس: اشغالګرو پوځیانو نن سهار د دیرالبله په ښار کی د العدینی د کورنۍ په کور بمباری وکړه، چی په پایله کی دغه خبریال، میرمن او دوه ماشومان یی شهیدان شول.
 
دغه فلسطیني خبریال د غزې په تړانګه کې د ځینو رسنیو له انګلیسي برخې سره کار کاوه.
 
د هغه په ​​شهادت سره د غزې په تړانګه کښې د صهيونېسټ رژيم د جنګ له شروع کېدو څخه د رسنيو د شهيدانو شمېر ١٧٤ تنو ته ورسېد.
https://avapress.net/vdchwqniw23nw-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته