کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غزه کې د وژل شویو خبریالانو شمیر ۱۷۴ تنو ته لوړ شو

9 میزان 1403 ساعت 19:13

په غزې تړانګې کې دفلسطین دمطبوعاتي ادارې د اطلاعاتو دفتر په غزې تړانګې دصهیونیسټي نیواکګر رژیم په حملې کښې دفلسطین خبریال وفا علي العدیني دشهادت خبر اعلان کړ .


آوا: اشغالګرو پوځیانو نن سهار د دیرالبله په ښار کی د العدینی د کورنۍ په کور بمباری وکړه، چی په پایله کی دغه خبریال، میرمن او دوه ماشومان یی شهیدان شول.
 
دغه فلسطیني خبریال د غزې په تړانګه کې د ځینو رسنیو له انګلیسي برخې سره کار کاوه.
 
د هغه په ​​شهادت سره د غزې په تړانګه کښې د صهيونېسټ رژيم د جنګ له شروع کېدو څخه د رسنيو د شهيدانو شمېر ١٧٤ تنو ته ورسېد.


د مطلب کود: 297699

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/297699/په-غزه-کې-د-وژل-شویو-خبریالانو-شمیر-۱۷۴-تنو-ته-لوړ-شو

آوا
  https://www.avapress.net