دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۰۸
د مطلب کود : 297708
د افغان سرې میاشتې ټولنه له خوا د هېواد په شمال کې بې سرپرست کورنیو ته مالي او روغتیايي خدمتونه وړاندې شول
د افغان سرې میاشتې ټولنه وايي، چې د هېواد په شمالي ولایتونو کې له څه باندې ۲۰۰ بې سرپرست او معلولو کورنیو او ۴۳۷۶ سوالګرو سره مالي او روغتیايي مرستې کړې دي.
افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د بلخ ولایت د سرې میاشتې رئیس قاري محمد یونس معصومي په دی مراسمو کې وویل، افغان سرې میاشتې له اړمنو او معلولینو سره مرستې کوي. د سوالګرو او بې کوره کورنیو د مالي ملاتړ، د روغتیا، تعلیم، استوګنې او نورو چارو په برخو کې فعالیت کوي.
هغه وويل، چې يتيمو ماشومانو ته به د زده کړو، مهارتونو او مسلکونو د زده کړې زمينه برابره شي او حتی خوراکي توکي او جامې به ورته ووېشل شي.
قاري معصومي څرګنده کړه، افغان سرې میاشتې هڅه کوي چې د هېواد د خلکو له اړتیاوو سره سم خدمات وړاندې کړي، په ځانګړې توګه د طبیعي پېښو له قربانیانو سره د همکارۍ او په ټولو ولایتونو کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې مرسته کوي.
ده وويل: خلک دې له افغان سرې مياشتې سره همکاري وکړي.
بل خوا د افغان سرې میاشتې د شمال زون مشر شمس الحق افغاني وايي:د دې دفتر د فعالیت په 25 کلونو کې، سلګونه کورنۍ ګټه پورته کړې، او موږ د راجستر شویو مراجعینو او کورنیو لپاره نغدي، روغتیایی خدمتونه وړاندې کوو.
https://avapress.net/vdciuyarvt1a3y2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته