دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۵۷
د مطلب کود : 297707
سیلابونو په پروان ولایت کې درانه مالي زیانونه اړولي دي
د پروان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په کوه صافي ولسوالۍ کې د سېلاب له امله خلکو ته ډېر مالي زیانونه اوښتي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پروان ولایت د والي ویاند حکمت الله شمیم ​​وايي، د یکشنبې په ورځ د میزان ۸ مه د کوه صافي ولسوالۍ د منډي قل سیمه د سیلابونو شاهده وه.

د هغه په ​​وينا، له دې طبيعي پېښې وروسته د سيمې د اوسېدونکو ګڼ شمېر کورونه، باغونه او کرنيزې ځمکې ويجاړې شوې دي.

په ورته وخت کې په کوه صافي کې د وروستیو سېلاب ځپلو یو شمېر خلکو له نړیوالو مرستندویه ادارو د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې ده.

په تېرو دوو مياشتو کې د پروان ولايت بېلابېلې سيمې د مدېش سېلابونو شاهدې وې، چې ځايي اوسېدونکو ته يې ډېر مالي زيانونه اړولي دي.
https://avapress.net/vdchvqniq23nwqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته