کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سیلابونو په پروان ولایت کې درانه مالي زیانونه اړولي دي

10 میزان 1403 ساعت 9:57

د پروان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په کوه صافي ولسوالۍ کې د سېلاب له امله خلکو ته ډېر مالي زیانونه اوښتي دي.


آوا - کابل: د پروان ولایت د والي ویاند حکمت الله شمیم ​​وايي، د یکشنبې په ورځ د میزان ۸ مه د کوه صافي ولسوالۍ د منډي قل سیمه د سیلابونو شاهده وه.

د هغه په ​​وينا، له دې طبيعي پېښې وروسته د سيمې د اوسېدونکو ګڼ شمېر کورونه، باغونه او کرنيزې ځمکې ويجاړې شوې دي.

په ورته وخت کې په کوه صافي کې د وروستیو سېلاب ځپلو یو شمېر خلکو له نړیوالو مرستندویه ادارو د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې ده.

په تېرو دوو مياشتو کې د پروان ولايت بېلابېلې سيمې د مدېش سېلابونو شاهدې وې، چې ځايي اوسېدونکو ته يې ډېر مالي زيانونه اړولي دي.


د مطلب کود: 297707

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/297707/سیلابونو-په-پروان-ولایت-کې-درانه-مالي-زیانونه-اړولي-دي

آوا
  https://www.avapress.net