دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۳۳
د مطلب کود : 297712
د سید حسن نصرالله له منځه وړل د اسراییلو لپاره بې ګټې دي
په قطر کې د اسلامی امارت د سیاسی دفتر مشر سهیل شاهین ټینګار کړی دی چې اسرائیل د سید حسن نصر الله په شان د خلکو په نښه کولو او په تاوتریخوالی سره د فلسطین مسئله نشی حل کولای.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په قطر کې د اسلامی امارت د سیاسی دفتر مشر سهیل شاهین د سید حسن نصرالله په وړاندې د صهیونیسټ رژیم د ګواښونو په غبرګون کې ویلی دی چې اسرائیل د فلسطین ستونزه د زور او ترور په استفادې نه شی حل کولای.

هغه ټینګار وکړ: هیڅ ستونزه په دایمي توګه د زور له لارې نه حل کیږي. "اسرائیل نشي کولی د فلسطین مسله د تاوتریخوالي په لاره اچولو او د سید حسن نصرالله په څیر د خلکو په نښه کولو سره حل کړي."

شاهین زیاته کړه:«دا جګړه به اوږده شي. "جګړه به پای ته ونه رسیږي او د فلسطین مسله به تر هغه حل نه شي چې عدالت تامین نه شي او حقونه یې اصلي مالکینو ته ورنه کړل شي."
https://avapress.net/vdcdf50xxyt0n56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته