دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۵۱
د مطلب کود : 297718
په غزني کې له یوې څاه څخه د یوه ماشوم د ژغورلو لپاره د څلورو ژغورونکو ناکامه هڅه؛ ټول مړه شول
د غزني ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په غزني ولایت کې له یوې څاه څخه د یوه ماشوم د ژغورلو په موخه د څلورو ژغورونکو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د غزني ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په دغه ولایت کې له یوې څاه څخه د یوه ماشوم د ژوند ژغورلو په هڅه کې د څلورو ژغورونکو د وژل کیدو خبر ورکړی دی.
د دغه رياست د معلوماتو له مخې، يو ماشوم چې څلور ورځې وړاندې په ده يک ولسوالۍ کې په يوه څاه کې لوېدلی و، مړ شوى دى.
دغه راز د غزني ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس زياته کړه چې ددغې درې کلن ماشوم د ژغورنې لپاره د ژغورنې ډلې هلې ځلې پاى ته نه دي رسيدلي او په پاى کې څلور تنه ژغورونکي هم ددغې پيښې قرباني شول.
ویل کیږي چې ژغورونکي د دوی د ژغورنې په وسایلو کې د برق شاړټي له امله مړه شوي دي.
https://avapress.net/vdcjvae8ouqehaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته