کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غزني کې له یوې څاه څخه د یوه ماشوم د ژغورلو لپاره د څلورو ژغورونکو ناکامه هڅه؛ ټول مړه شول

10 میزان 1403 ساعت 10:51

د غزني ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په غزني ولایت کې له یوې څاه څخه د یوه ماشوم د ژغورلو په موخه د څلورو ژغورونکو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.


آوا - کابل: د غزني ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په دغه ولایت کې له یوې څاه څخه د یوه ماشوم د ژوند ژغورلو په هڅه کې د څلورو ژغورونکو د وژل کیدو خبر ورکړی دی.
د دغه رياست د معلوماتو له مخې، يو ماشوم چې څلور ورځې وړاندې په ده يک ولسوالۍ کې په يوه څاه کې لوېدلی و، مړ شوى دى.
دغه راز د غزني ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس زياته کړه چې ددغې درې کلن ماشوم د ژغورنې لپاره د ژغورنې ډلې هلې ځلې پاى ته نه دي رسيدلي او په پاى کې څلور تنه ژغورونکي هم ددغې پيښې قرباني شول.
ویل کیږي چې ژغورونکي د دوی د ژغورنې په وسایلو کې د برق شاړټي له امله مړه شوي دي.


د مطلب کود: 297718

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/297718/په-غزني-کې-له-یوې-څاه-څخه-د-یوه-ماشوم-ژغورلو-لپاره-څلورو-ژغورونکو-ناکامه-هڅه-ټول-مړه-شول

آوا
  https://www.avapress.net