کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کندهار کې د ۱۰۶ زره ډالرو په ارزښت د اوبو لګولو یو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

10 میزان 1403 ساعت 11:36

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په کندهار ولایت کې د ملګرو ملتونو له خوا د ۱۰۶ زره ډالرو په ارزښت د اوبو لګولو د یوه کانال د کار د بشپړېدو او کار پیل اعلان کړ.


آوا - کابل: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مطبوعاتي دفتر د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د اوبو لګولو د یوه کانال د کار د بشپړیدو او ګټې اخیستنې خبر ورکړ.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دغه دوه نيم کيلومتره اوږد کانال له ميوند پسرلي څخه سرته رسېږي او د اوبو د مديريت ترڅنګ سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه هم خړوبوي.
په دغه راپور کې ویل شوي، چې ملګرو ملتونو د دغه کانال پر جوړولو ۱۰۶ زره ډالره لګولي دي.
همدارنګه د کرنې وزارت د کرنې او اوبولګولو وزیر مولوي چانسلر عثماني هیله څرګنده کړه چې دغه کانال به د اسلامي امارت او همکارو بنسټونو په مرسته د کانالونو په جوړولو سره د میوند ولسوالۍ د ځمکو حاصلات زیات کړي.


د مطلب کود: 297725

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/297725/په-کندهار-کې-د-۱۰۶-زره-ډالرو-ارزښت-اوبو-لګولو-یو-کانال-ګټې-اخیستنې-ته-وسپارل-شو

آوا
  https://www.avapress.net