دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۰۱
د مطلب کود : 298393
امریکا او صهیونیسټ رژیم ته د عراق د مقاومت د ډلو خبرداری:

د ایران په وړاندې د عراق له اسمانه هر ډول حرکت په سیمه کې د امریکا ګټې په خطر کې اچوي

د ایران په وړاندې د عراق له اسمانه هر ډول حرکت په سیمه کې د امریکا ګټې په خطر کې اچوي
د عراق د مقاومت اسلامی خبرداری ورکړ که چیرې عراق په ایران د هرډول حملې لپاره وکارول شی نو دصهیونیسټ رژیم سربیره به د آمریکا ګټې هم په نښه شی.
افغان غږ خبری آژانس: د عراق د کتایب حزب الله د امنیتی دفتر مشر«ابو علی العسکری» یو ځل بیا اسرائیلی رژیم او د هغه ملاتړی امریکا ته خبرداری ورکړ او ویې ویل: د اسرائيلو رژيم د عراق له خاورې او هوا له لارې بريدونه کوي، که د ايران اسلامي جمهوريت اقدام وکړي، د عراق حزب الله به نه يوازې دغه رژيم، بلکې په عراق او سيمه کې د امريکا ګټې او اډې هم په نښه کړي.
د العالم له مخې په عراق کښې د کتائب حزب الله د امنیت امر په یوه بیان کښې وویل: په عراق باندې د هرډول حملې او یا د عراق له خاورې او هوا څخه د ایران د حملې په وړاندې زمونږ ځواب به یوازې د اسرائیلو په نښه کولو پورې محدود نه وی.
هغه وویل چې که دا ډول اقدام وشي په عراق او سیمه کې به د امریکا پر ټولو اډو او ګټو برید وشي.
د عراق د حزب الله دغه امنیتی چارواکی زیاته کړه: حزب الله به هیڅکله د انرجۍ جنګ پیل نکړی خو که دغه جنګ شروع شی نو نړۍ به د ورځې ۱۲ ملیون بېرله تېل له لاسه ورکړی او مونږ به یې ساتنه وکړو، دا هغه څه دی چې مونږ یې مسولیت لرو. "موږ یو، خو خدای ښه پوهیږي چې زموږ وروڼه په یمن کې په باب المندب او د ایران وروڼه به د هرمز په تنګي کې څه وکړي.
https://avapress.net/vdcjhoe8tuqehtz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته