دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۸:۵۱
د مطلب کود : 298667
په بامیان کې د طبیعي پیښو د قربانیانو له کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
له طبیعي پېښو سره د مبارزې ملي ادارې په بامیان کې د طبیعي پېښو د قربانیانو له کورنیو سره نغدي مرستې ووېشل.
افغان غږ خبری آژانس - بامیان: نن سه شنبه ( د میزان ۲۴مه) د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د بامیانو د والي، د علماوو د شورا د رئیس او د دغه ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د رئیس په حضور کې غونډه وکړه. په باميانو کې د طبيعي پېښو د قربانيانو د کورنيو پر يو شمېر غړو نغدي مرستې ووېشل شوې.
دغه مرستې له طبیعي پېښو سره د مبارزې د ملي ادارې له لوري په تېرو درېیو کلونو کې د طبیعي پېښو له امله د وژل شویو کسانو له کورنیو سره شوې.
د چارواكو په وينا، په سيغان، کهمرد، ورس، پنجاب او يکاولنګ ولسواليو کې له زيانمنو شويو کورنيو سره نغدي مرسته شوې ده.
د يادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې هم په باميانو کې له يو شمېر زيانمنو شويو کورنيو سره نغدي مرستې ووېشل شوې.
https://avapress.net/vdcd9j0x5yt0n96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته