دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۱۶
د مطلب کود : 298636
په تیرو دریو میاشتو کې په هیواد کې له یو میلیون څخه ډیر سیم کارتونه ثبت شوي دي
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په تېرو درېیو میاشتو کې په افغانستان کې ۱.۶ میلیونه سیم کارتونه ثبت کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې ویلي چې د ورکړل شویو شمیرو له مخې په افغانستان کې ۲۵ میلیونه سیم کارتونه شته چې له دې جملې څخه ۱۳ میلیونه ۹۰۰ زره سیم کارت د ETRA ادارې د پروسې سره سم راجستر شوی.
 
دغه وزارت وايي، د نورو سیم کارتونو د ثبت لړۍ هم روانه ده.
 
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په هېواد کې ډېرى سيم کارتونه نه دي ثبت شوي او له دې لارې بېلابېل جرمونه شوي دي.
https://avapress.net/vdcjtoe8muqehmz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته