کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تیرو دریو میاشتو کې په هیواد کې له یو میلیون څخه ډیر سیم کارتونه ثبت شوي دي

24 میزان 1403 ساعت 15:16

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په تېرو درېیو میاشتو کې په افغانستان کې ۱.۶ میلیونه سیم کارتونه ثبت کړي دي.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې ویلي چې د ورکړل شویو شمیرو له مخې په افغانستان کې ۲۵ میلیونه سیم کارتونه شته چې له دې جملې څخه ۱۳ میلیونه ۹۰۰ زره سیم کارت د ETRA ادارې د پروسې سره سم راجستر شوی.
 
دغه وزارت وايي، د نورو سیم کارتونو د ثبت لړۍ هم روانه ده.
 
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په هېواد کې ډېرى سيم کارتونه نه دي ثبت شوي او له دې لارې بېلابېل جرمونه شوي دي.


د مطلب کود: 298636

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298636/په-تیرو-دریو-میاشتو-کې-هیواد-له-یو-میلیون-څخه-ډیر-سیم-کارتونه-ثبت-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.net