دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۵۶
د مطلب کود : 298647
له پخواني حکومت څخه سلګونه سیاسي شخصیتونه هېواد ته راستانه شوي دي
د افغانستان د شخصيتونو د اړيكو د كميسيون وياند وايي، د كميسيون له جوړېدو راهيسې د پخواني حكومت ۹۹۲ سياسي څېرې هېواد ته راستانه شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د سیاسی شخصیتونو د تماس د کمیسیون ویاند حمدالله وثیق وایی چې د دغه کمیسیون د کار له پیل راهیسې د پخوانی حکومت ۹۹۲ سیاسی شخصیتونه افغانستان ته راستانه شوی دی.
 
د دولتي ټلویزیون له قوله حمدالله وثیق ویلي چې دغو کسانو د معافیت کارتونه ترلاسه کړي دي.
 
د افغانستان د شخصیتونو د اړیکو کمیسیون په هیواد کې د اسلامي امارت له راتګ څخه څو میاشتې وروسته رامنځته شو، ترڅو سیاسي شخصیتونه بیرته افغانستان ته ستانه شي.
 
د اسلامي امارت یو شمیر لوړ پوړي چارواکي لکه امیرخان متقي، شهاب الدین دلاور، خیرالله خیرخواه، خالد حنفي، عبدالحق وثیق، فصیح الدین فطرت او محمد انس حقاني د کمیسیون غړي دي.
https://avapress.net/vdcbawb5zrhb90p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته