دخپریدو نیټه :جمعه ۲۰ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۵۴
د مطلب کود : 298376
حزب الله: د انسجام د څانګې د مسؤل "وصف صفا" وژنه ناکامه شوه
له المیادین سره په مرکه کې د لبنان د حزب الله باخبره سرچینو اعلان وکړ چې د حزب الله د همغږۍ د څانګې مشر "وفق صفا" د النویري په ګاونډ کې پر یوې ودانۍ د اسرائیلي توغندیو له بریده روغ وتلی دی.
افغان غږ خبری آژانس: اسرائیلي جنګي الوتکو د پنجشنبې په شپه د بیروت ښار په النویري سیمه کې د استوګنې یوه ودانۍ په نښه کړه.
لبناني سرچینو اعلان وکړ چې د پنجشنبې په شپه په بیروت کې د استوګنې پر یوه ودانۍ د اسرائیلو په هوايي برید کې د شهیدانو شمېر ۱۸ او د ټپیانو شمېر ۹۲ ته رسېدلی دی.
لومړی اسرائیلي جنګیالیو په النویري سیمه کې د یوې ۸ پوړیزې ودانۍ پر دریم پوړ بمبار وکړ او په دوهم برید کې یې د فتح الله په څلور پوړیزه ودانۍ بمباري وکړه.
د بیروت د «راس النبا» ولسوالۍ په «النویري» کوڅه کې د استوګنې پر ودانۍ باندې د اسرائیلي جنګیالیو د برید د شهیدانو لومړنی شمېر ۱۸ تنه او د ټپیانو ۹۲ تنه اعلان شوي دي.
په همدې حال کې په حزب الله پورې تړلې یوې سرچینې اعلان کړی چې په دغه برید کې د لبنان د اسلامی مقاومت د همغږۍ د څانګې د مشر وفیق صفا د وژلو عملیات ناکام شوی دی.
صهیونیسټي پوځ نن شپه هم د بیروت په جنوبي برخه کښې د «هر حریک» په سیمه کښې د ودانیو د نیولو غوښتنه کړې ده.
https://avapress.net/vdca0anui49noe1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته