دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۲۰:۴۴
د مطلب کود : 298677
د غزې د جګړې د شهیدانو شمېر ۴۲ زره ۳۴۴ تنو ته او په لبنان کې د شهیدانو شمېر ۲ زره ۳۰۹ تنو ته ورسېد
د غزې د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د تیر کال د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې په دې تړانګه کې د شهیدانو شمیر ۴۲۳۴۴ تنو ته رسیدلی دی. په عین حال کښې د لبنان د روغتیا وزارت هم وایی چې په دغه هیواد باندې د صهیونیسټی رژیم د تیریو د شهیدانو شمیر ۲۳۰۹ تنو ته رسیدلی دی.
افغان غږ خبری آژانس: فلسطیني سرچینو د غزې په تړانګه د صهیونیسټي رژیم د تیریو په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د ۵۵ فلسطینیانو د شهادت او د ۳۲۹ نورو د ټپي کیدو خبر ورکړی دی.
 
د تېر کال د اکتوبر له اوومې راهیسې د غزې په تړانګه کې د جګړې د شهیدانو شمېر ۴۲ زره ۳۴۴ او د زخمیانو شمېر ۹۹ زره ۱۳ ته رسېدلی دی.
 
د لبنان د روغتیا وزارت هم اعلان وکړ: د ۲۰۲۳ میلادی کال د اکتوبر له اتمې نیټې څخه تر پرون ورځې پورې په لبنان باندې د صهیونیسټی رژیم د پوځیانو د حملو په نتیجه کښې ۲۳۰۹ کسان شهیدان شوی دی.
د لبنان د روغتیا وزارت په وینا، په دغو بریدونو کې ۱۰۷۸۲ کسان ټپیان شوي دي.
https://avapress.net/vdcefv8wfjh8opi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته