دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۳۱
د مطلب کود : 298641
د ایران او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې د دواړو هېوادونو د تولیداتو د صادراتو په اسانتیا ټینګار وکړ
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې د افغانستان او ایران د سوداګرۍ د ګډې خونې اجرائیوي رئیس د دغه وزارت له رئیس سره وکتل او د کرنې د سکتور د ودې او د دواړو هېوادونو د محصولاتو د صادراتو د اسانتیا په برخه کې یې د ګډې همکارۍ پر حیاتي رول ټینګار وکړ. 
افغان غږ خبری آژانس: د اسلامی امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مطبوعاتي دفتر د سه شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغانستان او ایران د سوداګرۍ د ګډې خونې د اجراییوي رییس او د دې ادارې د مدیره هیئت په… د ایران او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې د دغه وزارت له رئیس عطاالله عمري سره وکتل.
په دې کتنه کې د کرنې، اوبولګولو، د کرنیزو صنعتونو د پراختیا او د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د ټکنالوژۍ د لوړولو او د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د تولیداتو د زیاتوالي پر اهمیت د پوهې او تجربو د لېږد په برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو همکاریو پر فرصتونو خبرې وشوې.
په دې کتنه کې د ایران او افغانستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مشر محمود سادات د کرنې د سکتور د ودې او د دواړو هېوادونو د محصولاتو د صادراتو د اسانتیاوو په برابرولو کې د ګډې همکارۍ پر مهم رول ټینګار وکړ.
ایراني چارواکو له دې وړاندې هم له افغانستان سره په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د لا زیاتو همکاریو لپاره چمتووالی ښودلی و.
https://avapress.net/vdcfjcd0yw6d1va.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته